صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د خوست هنرمندان: دولت دې زموږ د مسلکي کولو لپاره فرصتونه برابر کړي

د خوست هنرمندان: دولت دې زموږ د مسلکي کولو لپاره فرصتونه برابر کړي

د خوست هنرمندان له دولت نه غوښتنه لري چې د دوی د مسلکي کولو لپاره دې ورته فرصتونه برابر کړي.
هغوی دا څرګندونې نن د (تلې ۱۶مه) د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د احمدشاه عامه کتابتون په ودانۍ کې د هنري اثارو د يوه نندارتون پرمهال وکړې.
دوی خپلو خبرو کې ويل چې لنډ مهالي ورکشاپونه، روزنيز کورسونه او د سواد زده کړې پروګرامونو جوړول هغه څه دي، چې پر مټ يې ددغه ولايت هنرمندان مسلکي کيدلی شي.
خوست کې د هنرمندانو د ټولنې مشر ګل رووف شوقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغه ولايت زياتره هنرمندان غير مسلکي دي او علمي کچه يې ټيټه ده.
د هغه په وينا، همدا لامل دی چې هنرمندان د خپل هنر له لارې ټولنې ته هغه څه نه شي وړاندې کولی چې دا مهال ورته اړتيا ليدل کيږي.
هغه زياتوي: ((اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه مې يوه غوښتنه ده چې هنرمندان رادعوت کړي او ناستې ورسره وکړي، څو هغوی اصلاح لارې ته راشي.))
د همدې ورځې په مناسبت بيا يو شمېر خلک له هنرمندانو غوښتنه لري چې له خپل هنر څخه په استفادې سره د سولې په اړه خلکو ته د پيغامونو په رسولو کې مهم رول ترسره کړي.
شمس يو له دغو هنرمندانو څخه دی چې د هنري اثارو په دغه نندارتون کې يې په لاس رسم کړي، ډول ډول هنري اثار نندارې ته اېښي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د خپل هنر له لارې غواړي چې ټولنې ته د جنګ پرځای د سولې او امن پيغام ولېږدوي.
د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت د هنري اثارو دغه جوړ شوي نندارتون ته راغلو کسانو هم خپلو خبرو کې وويل چې دا ډول پروګرامونه د هنر د پياوړتيا ترڅنګ د خلکو په ذهنونو هم مثبت اغېز کوي. د خوست يو تن اوسېدونکي غفار نيکزي پژواک ته وويل. ((که چېرې هنرمندان وروڼه په خپل هنر کې د سولې انعکاس ته ځای ورکړي، نو هغه خلک چې د دوی اثار ګوري نو په خپلو ماغزو کې به د سولې انځور اخلي اوټولنه کې به انشاالله سوله راځي.))
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدانور زاهد پژواک ته وويل چې د هنرمندانو د ستونزو د هوارولو او هغوی ته د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې هغه امکانات او سهولتونه چې دوی لري، نه دریغوي.
هغه زياته کړه: ((د هنر په برخه کې مو دا لومړی قدم و، انشاالله وار په وار به قدمونه اخلو او دوی ته ژمنه ورکوو، هغه امکانات او فرصتونه چې زموږ په واک کې دي، هغه به ټول له هنرمندانو سره شريکوو.))
د تلې ۱۶مه چې د هنر نړيوالې ورځې سره برابره ده، د هېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو ډولونو سره نمانځل کيږي.