صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ټاکنې نه ترسره کېږي

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ټاکنې نه ترسره کېږي

د کندهار امنیتي چارواکي او د ټاکنو سیمه ییز دفتر وايي د امنیتي ګواښونو له کبله به د یاد ولایت په معروف ولسوالۍ کې ټاکنې ترسره نشي. داچارواکي زیاتوي چې له معروف ولسوالۍ پرته په ۱۶ لسوالیو کې د ټاکنو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
د ټاکنو کمیسون سیمه ییز دفتر مسوولین وايي د کندهار د معروف ولسوالۍ پرته چې ټاکنې پکي نه تر سره کیږي، د ۱۶ ولسوالیو لپاره ټاکنیز مواد رسیدلي دي او ډېر ژر به يې ولسوالیو ته ولیږدوي.
د کندهار د ټاکنود کمیسیون سیمه ییز دفتر رییس، ایمل عبدالله وايي:«د کندهار ټولو ولسوالیو او ښار ته د معروف ولسوالی پرته د ټاکنو اساس مواد رارسیدلي دي او په راتلوونکو څو ورځو کې به يې ولسوالیو ته انتقال کړو. »
د کندهار والي، حیات الله حیات څرګندوي:« په ټاکنو کي به هیڅ دولتي بنسټ یا کس د لاس وهني او مزاحمت حق نلري او که کوم داسې څه پيښ شول د قانون سره سم به سزا ورکړل شي.»
بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي دوی د ټاکنو د ورځې لپاره د ښار او ولسوالیو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي او د لوړ امنیتي ګواښ لروونکو ولسوالیو لپاره يي مرستندویه ځواکونه هم استولي دي، تر څو خلک په ډاډه زړه ټاکنو کې برخه واخلي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړی لوا قوماندان، جنرال زلمي نبرد وايي:« موږ به د کندهار ښار او ولسوالیو لپاره ښه په پلان سره که هر ډول تهدید وي د مخنیوي هڅه کوو او اجازه نه ورکوو چي خلک مو په ستونزه کې شي.»
د کندهار د امنیه قوماندانی مرستیال، سمنوال نقیب الله فضلي زیاتوي:« موږ ټول ولس ته دا ډاډ ورکوو چی تل مو د امنیتي پیښو مخنیوی کړی او د ټاکنو په ورځو کې به نوره هم خپلې هڅې ډېرې کړو، تر څو خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.»
خو په ټاکنو کي د ګډون په موخه خلګ زړه نازړه دي، خلګ وايي تېرو ټاکنو ته په کتو سره د امنیتي ګواښونو په اړه سختې اندیښنې لري.
مدني فعاله، فریده احمدي وايي:« تهدیدونه شته د وطن دښمنان نه پریږدي چ ولس خپل ټاکنه وکړي، هم تشویش شته هم واقیعتونه شته چي موږ يې شاهد حال یوو، چې د خلکو ګوتې او لاسونه پرې کول کیږي او دا حالت خلکو ته تشویش زیږولی دی.» مدني فعال، حکمت الله همداراز څرګندوي:« طالبانو تل هڅه کړي ده چې دا پروسه تهدید کړي، خلک يي زهیر کړي دي او دا د طالبانو او حکومت تر منځ واقع ده او موږ هم بله لاره نلرو اړ یوو چې په ټاکنو کي د ټولو تهدیدونو باوجود برخه واخلو »
که څه هم امنیتي ځواکونه د ټاکنو د ورځي لپاره د ځانګړو چمتوالي څخه خبر ورکوي، خو وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لیږل سوو اعلامیو کي په ټاکنو د خلګو د نه ګډون یادونه کړي ده.