صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۷ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کونړیان او د سولې کاروان غړي له ښکېلو لورو د اوربند غوښتنه کوي

کونړیان او د سولې کاروان غړي له ښکېلو لورو د اوربند غوښتنه کوي

په کونړ کې د غونډې ګډونوالو چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي شعارونه ورکول چې نور د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د افغانانو وژنه بس ده
د کونړ ولایت اوسېدونکي د سولې کاروان سره یوځای شوي او هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې اوربند اعلان او سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړی.
دوی نن (سې شنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) د سولې په موخه لویه غونډه جوړه کړه.
د غونډې ګډونوالو شعاورونه ورکول چې"د جګړې ښکېل لوري باید افغان وژنه بس کړي. "
هېواد کې د سولې کاروان غړو خپل خوځښت له هلمند ولایته پیل کړ او له کابله وروسته د هېواد شمال پر لور وخوځېدل.
یاد کاروان د روان کال په پیل کې کله چې د نوي کال په ورځو کې په لښکرګاه کې د غېږ نیونې لوبه کې ځانمرګی برید وشو او ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، پیل شو.
د کاروان غړي وايي چې د سولې راوستو او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ګواښ د دوی مخه نه شي نیولی، ځکه خلک د دوی ملتیا کوي.