صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت چارتراش نيول شوي

 ننګرهار کې د لسګونه ميليونه افغانيو په ارزښت چارتراش نيول شوي

د ننګرهار امنيتي ځواکونو د دغه ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د لسګونه میلیونه افغانیو په ارزښت شاوخوا لس زره قاچاقي چارتراش ونیول .
دغو عملياتو ته د ننګرهار والي، امنيه قوماندان او يو شمېر نور امنيتي منسوبين ورغلي وو چې د دې ولسوالۍ په بډيالۍ او عبدالخېلو سيمه کې ترسره شول.
د عملياتو پر مهال د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، وروسته له هغه چې د شکاياتونو اورېدو له ۱۶۰ شمېرې سره د ښېوې ولسوالۍ خلکو اړيکه ونیوه او د لرګيو د قاچاق په اړه يې معلومات شريک کړل، دوی د عملياتو پلان جوړ کړ.
هغه زياته کړه، وړمه شپه يې د خپلو امنيتي همکارانو په ملتيا د ښېوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې په مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي قاچاقي چارتراش له موټر چلوونکي سره ونيول، خو د چارتراشو اصلي مالک له سيمې فرار وکړ.
هغه وايي، پرون سهار يې د امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي، استيناف څارنوالۍ استازي او یو شمېر نورو په ملتیا د ښېوې ولسوالۍ عبدالخېلو سيمې ته ولاړل او له پلټنې وروسته يې په يو کور کې ۶۷۱ قاچاقي چارتراش پيدا کړل چې په ماهرانه ډول يې تر سبزيجاتو لاندې جلال اباد ښار او نورو سيمو ته لېږدول کېدل .
د ننګرهار والي او يادو مسوولينو په عبدالخیلو سیمه کې د چارتراشو له ترلاسه کولو وروسته د بډيالۍ چارشنبې سيمې ته ولاړل چې هلته يې په يوه کور او د کور دواړو خواو ته د نږدې لس زرو په شاوخوا کې ايښودل شوي چارتراش ترلاسه کړل.
نوموړي زیاته کړه، هغه مسوولين او کسان چې تر څېړنو وروسته د یادو چارتراشو په قاچاق کې پرې لاس لرل ثابت شي، له سخت قانوني چلند سره به مخ شي. د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي وویل، د ننګرهار والي په مشرۍ هڅې پیل کړي،چې د قاچاقو د مخنیوي په موخه اساسي اقدامات ترسره کړي.
هغه له خلکو وغوښتل څو د مشکوکو، فساد، قاچاق او نورو دولت ضد کړنو په ليدلو دوی ته خبر ورکړي چې بیا دوی يې پر وړاندې اقدام وکړي.
په همدې حال کې د ښېوې ولسوالۍ د بډيالۍ سيمې یوه اوسېدونکي طالب جان وويل چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په دې سيمه کې د چارتراشو قاچاق کېده چې په کې وسله والو مخالفينو، دولتي مسوولينو او زورواکو لاس درلود.
د لعل پاچا په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکي وويل چې د چارتراشو قاچاق د وسله والو مخالفينو مالي سرچينه ګرځېدلې وه او د چاتراشو  په عايد به يې جګړې کولې.
تر دې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار والي حيات الله حيات په يو بل اقدام کې د هډې فارم ساتونکي پوليس د ځانګړو عملياتو پر مهال د ځمکو د غاصبينو د نيولو په غبرګون نيولي وو.