صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

اتصالات په هرات کې د 3G خدمتونه په لاره واچول

اتصالات په هرات کې د 3G خدمتونه په لاره واچول

د ۲۰۱۲ کال د اګست ۶ مه نیټه، هرات افغانستان

اتصالات په افغانستان کې په ډیره چټکه توګه د پرمختګ په حال کې دی، چې ددغه پرمختګ په اوږدو کې یې د هرات په ښکلي ښار کې د 3.75G خدمتونه په لاره واچول.
اتصالات وړاندې د 3G خدمتونه په کابل، جلال آباد او مزارشریف کې په لاره اچولي وو، چې دادی اوس د هرات په ښار کې دغه خدمتونه په لاره واچول.

د افغانستان اتصالات په افغانستان کې چټکه پرمخ تلونکې مخابراتي کمپنۍ ده او د عربو متحده اماراتو داتصالات ګروپ یوه برخه ده، چې په ډیره چټکه توګه په آسیا او افریقا کې د پراختیا په حال کې دی او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې یې د 3G خدمتونه وړاندې کوي.

دغه غونډه دهرات ښار په یوه ملکي هوټل کې په لاره واچول شول، چې دهرات ولایت چارواکو او د رسنیو ګڼو غړو پکې کډون کړی وو.

د بازارموندې د څانګې مشر، ښاغلي یاسر ابوالعمایم پدې پرتمینه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، نن زمونږ لپاره ډیره د ویاړ ځای دی، چې مونږ د 3.75 خدمتونو پدې ښار کې خپلو پیریدونکو ته وړاندې کوو.مونږ ژمن یو، چې د اتصالات پیریدونکي به ددې خدمتونو له غوره او چټک انټرنټ څخه په ډیر هوسا او اسانه ډول ګټه پورته کړي.

مونږ په ریښتوني توګه ژمن یو چې 3G د افغانانو راتلونکی دی، نو پدې خاطر زمونږ کاري ډله تل هڅه کوي، چې خپلو پیریدونکو ته د هغوی د اړتیاوو سره سم خدمتونه او وړاندیزونه چمتو کړي.

نوموړي وړاندې وویل، په افغانستان کې داتصالات پیریدونکي کولای شي، چې له ویډیويي اړیکو، له چټک انټرنټ او د معلوماتو د لیږد رالیږد څخه د خپلې خوښې د شرکت له خدمتونو څخه خوند واخلي.

د غونډې په جریان د اتصالات ډلې لخوا د اتصالات د 3G خدمتونو د ګټو او له هغه څخه دګټې اخیستنې په هکله معلومات ورکړل شول، همدارنګه د اتصالات کاري ډلې دوی ته د GRPRS/ EDGE او 3.75G ترمینځ توپیر هم روښانه کړ.

د هرات ولایت د افغانستان په سویل کې موقعیت لري، چې د هیواد یو له لرغونو ښارونو څخه دی د هرات ولایت د پوهې او زده کړې او مشهورو عالمانو مرکز هم پاتې شوی دی.

د افغانستان اتصالات او 3.75G په هکله د لاډیرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړﺉwww.etisalat.af او www.facebook.com/etisalatAfg څخه لیدنه وکړﺉ.