صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې ۲۱ وسله وال مخالفين د سولې بهير سره يوځای شول

 ننګرهار کې ۲۱ وسله وال مخالفين د سولې بهير سره يوځای شول

ننګرهار کې د ملي امنيت پر هلو ځلو د درېيو قوماندانانو په ګډون د دولت ۲۱ وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای او خپلې وسلې يې امنيتي مسوولينو ته وسپارلې.
دوی د سلواغې په ۳۰مه د ننګرهار ملي امنيت رياست په انګړ کې ديوې غونډې پرمهال وويل چې له جګړو لاس په سر او عادي ژوند يې غوره کړ.
د يوځای شويو وسله والو په تړاو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې د ټولو شمېر ۲۱ تنه دی، ۱۸ يې طالبان او پاتې درې نور يې داعش ډلې پورې تړاو لري.
دی وايي، په يوځای شويو وسله والو کې ۳ تنه يې قوماندانان دي او ټولو خپلې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته تسليم کړې.
نوموړي زياته کړه، د حکومت د پاليسۍ له مخې هر هغه څوک چې وسله پر ځمکه ږدي او حکومت ته تسليمېږي د پخوانيو جرمونو او دولت ضد فعاليتونو په تړاو ترې پوښتنه نه کېږي.
د والي په وينا، دغو وسله والو تر دې وړاندې د ننګرهار غني خېلو، بټي کوټ، هسکې مېنې او يو شمېر نورو ولسواليو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې.
مياخېل وويل چې په تېرو اوو مياشتو کې دغه ولايت کې د ۹۰ تنه داعشيانو په ګډون ۴۰۰ وسله والو له جګړو لاس اخيستی او دولت ته تسليم شوي دي.
بلخوا د يوځای شويو وسله والو له ډلې قاري عبدالحبيب وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ليکو کې يې د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې؛ خو وايي قومانده ورته ټوله له ګاونډ پاکستان څخه کېده. په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد پر وسله والو غږ وکړ چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې د وسله والې مبارزې پرځای پر سياسي فعاليت پيل وکړي.
هغه له وسله والو طالبانو سره د سولې د وروستيو هلو ځلو په تړاو خوښي څرګنده کړه او وايي دا هلې ځلې کولی شي چې هېواد کې د سولې راتګ لپاره يو نوی باب پرانيزي.