صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

جلال اباد کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره چمتووالی پيل شوی

 جلال اباد کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو لپاره چمتووالی پيل شوی

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار دوکانداران وايي، د خپلواکۍ د جشن لپاره د ملي بيرغونو د پلور بازار تود شوی او د ښار سربېره د ولسواليو اوسېدونکي يې هم اخيستو ته ورځي.
دوی وايي، ډول ډول درې رنګه خولۍ، پر کمېسونو ځړېدونکي واړه بيرغونه، د مخ لپاره بېرغ رنګه رنګونه او د کورونو او دوکانونو لپاره لوی لوی بيرغونه ترې په ډېره مينه اخيستل کېږي.
که څه هم وېره شته چې د دغه ولايت امنيتي فضا به د تېر په څېر د خپلواکۍ جشن نماځل رنګينيو ته پرې نه ږدي خو ولايتي اداره وايي، هڅه کوي چې د تېرو کلونو په څېر بيا هم دغه جشن په ښو مراسمو بدرګه کړي.
د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې اړوند د ګل فروشانو کوڅه او دغه راز د مخابراتو او تلاشۍ څلورو لارو ګڼ دوکانونه اوس د ملي بيرغونو د پلور په مرکزونو بدل شوي دي.
د دې تر څنګ ګڼ شمېر ماشومانو او ځوانانو ته يې هم د ګټې وټې زمينه برابره کړې او  لارو او واټونو کې بيرغونه پلوري. د ګل فروشۍ سيمې يو دوکاندار سيداحمد پژواک ته وويل چې بيرغونه او بيرغ ته ورته خولۍ او نور څېزونه تېر خلک په ډير شوق او ذوق اخلي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د خپلواکۍ دا جشن د امن په فضا کې تر سره شي او هم په کې خلک له رنګنيو او خوښيو خوندونه واخلي.
زيارمل د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه چې له خپلو ملګرو سره ښار ته د بيرغونو د اخېستو لپاره راغلی، پژواک ته وويل، چې له کلونو يې دا ارمان و، چې د خپل هيواد خپلواکۍ جشن ونمانځي او بيرغونه واخلي. ده د خپلو تېرو وختونو کيسه کوي: ((موږ به په ټلوطزيونونو کې د نورو هېوادونو د ازادۍ جشنونه ليدل، شاندارو مراسمو کې به نمانځل کېدل، موږ ډېر خوشاله يو چې د خپل هېواد د خپلواکۍ جشن ته تياری نيسو، بيرغونه اخلو او خوشاليانې کوو.))
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په ولايتي کچه يې هم د خپلواکۍ د جشن نمانځلو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وايي، د والي حيات الله حيات په لارښوونه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د خپلواکۍ د ۹۹يمې کليزې د ښې نمانځنې په موخه عملي چمتووالی په ښکلي بڼه د شاه غازي امان الله خان د مقبرې له جوړېدو پيل کړ.
هغه دا ډاډ هم ورکړ، د خپلواکۍ جشن نمانځلو لپاره يې امنيتي تدابير هم ګړندي کړي او د هرې ستونزې د رامنځته کېدو مخنيوی به کېږي. ټاکل شوې، اووه ورځې وروسته د هېواد د خپلواکۍ ۹۹ يمه کليزه به په ټول هېواد کې ونمانځل شي. ۹۹ کاله وړاندې د شاه غازي امان الله خان تر رهبرۍ لاندې د وخت غازيانو او مجاهدينو له انګريزي ښکېلاک څخه خپلواکي واخيسته.