صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کندهار ښاریان او علماء: طالبان دې د روژې په خاطر وسله پر ځمکه کېږدي

کندهار ښاریان او علماء: طالبان دې د روژې په خاطر وسله پر ځمکه کېږدي

د کندهار د دیني عالمانو د اصلاحي شورا مشر او د کندهار اوسيدونکي وایي، د روژې د مياشتې په مناسبت دوی له وسله والو غواړي چې له جګړې او وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، حکومت او وسله وال مخالفین باید د روژې په میاشت کې د جنګ پرځای سوله وکړي.
کندهار ښاریان وايي، نور له جنګه ستړي دي او د حکومت له ټولو وسله والو مخالفینو يې دا غوښتنه ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې او پخلاینې لار غوره کړي.
دوی وايي، روژه د برکت او رحمتونو میاشت ده او په دغه میاشت کې ټول مسلمانان باید په خپلو زړونو کې د کرکې او بدبینۍ پرځای مینې او ورورولۍ ته ځای ورکړي.
د کندهار د ښار یو اوسیدونکی سیف الله یې په اړه وايي: "د وسله والو مخالفینو څخه دا غوښتنه لرو چې د روژې په مبارکه میاشت کې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي."
په ورته وخت کې د کندهار د عالمانو د اصلاحي شورا مشر مولوي عبيدالله فیضاني هم د روژې په میاشت کې تاوتريخوالي يو ناخوښه عمل بولي او له وسله والو غواړي چې په دې مياشت کې له هر راز مخالفته لاس واخلي.
دی وايي:  "د روژې په میاشت کې هر مسلمان مکلف دی، لکه څنګه چې د خوراک او څښاک څخه پرهیز کوي، همداسې د قتل او هر ډول ناوړه عمل څخه پرهیز وکړي، زما غوښتنه د دولت او وسله والو مخالفینو څخه دا ده چې په دې مبارکه میاشت کې سره کیني او سوله وکړي."
بل خوا د کندهار د سولې د ولایتي کمېټې د دارالنشا رئیس محمد عمر ساطع هم وایي، که سوله وشي هېواد به د ترقۍ لور ته روان شي او وسله وال به هم عادي ژوند پېل کړي.
د یادونې وړ ده چې هر اختر، روژه او د نوي کال په پیل کې افغانان په جنګ کې له ښکېلو غاړو د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي، خو هېڅ کله هم د دوی غږ نه دی اورېدل شوی او نه هم د ټوپکو خولې ستړې شوې دي.