صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

مشرانو جرګې پر ځاځي ميدان ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده

 مشرانو جرګې پر ځاځي ميدان ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده

د مشرانو جرګې ځينو غړو د خوست پر ځاځي ميدان ولسوالۍ او د کونړ ولايت پر ځينو برخو د پاکستاني پوځيانو بريد ښکاره تېری وباله او له حکومته يې وغوښتل چې له هېواده د دفاع لپاره دې د دغو ولسواليو خلکو ته وسلې ورکړي.
د ځايي چارواکو په خبره، درې ورځې وړاندې سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې پاکستاني پوځيان او ملېشې د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ ته داخل شول او غوښتل يې امنيتي پوستې جوړې کړي چې د عادي خلکو او افغان امنيتي ځواکونو له وسله وال غبرګون سره مخ شول.
د افغانستان دفاع و زارت ويلي چې په دې نښته کې ۱۴پاکستاني پوځيان وژل شوي، د ځاځي ميدان ولسوالۍ دوه ولسي کسان او ۱۷پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي.
دغه راز له څه وخت راهيسې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې خوا د کونړ ولايت پر بېلابېلو برخو توغندويي بريدونه کېږي.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي د جرګې په نننۍ ناسته کې د خوست پر ځاځي ميدان ولسوالۍ او کونړ ولايت د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده او هغه يې پر افغانستان د پاکستان ښکاره تېری وباله.
د مشرانو جرګې بلې غړې فوزيې سادات پر امريکا په نيوکې سره وويل: "امريکا بايد يا له موږ سره شي او يا له پاکستان سره." د مشرانو جرګې بل غړي محي الدين منصف وويل: "پر افغانستان د پاکستان تېری له ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف دی، افغانان چمتو دي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي."
هغه له حکومته وغوښتل چې د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا او سمبالولو سربېره دې د يادې ستونزې د ډيپلوماتيک حل لپاره هم هڅه وکړي او د ملګرو ملتونو سازمان ته دې په رسمي ډول د پاکستان د تېري په اړه شکايت وکړي.
په مشرانو جرګه کې د خوست د خلکو استازي لطيف ژوندي له ځاځي ميدان ولسوالۍ څخه ددفاع په اړه د افغان امنيتي ځواکونو او خلکو څخه د قدرونې ترڅنګ، له حکومت څخه وغوښتل چې د سيمې خلک دې تجهيز او تمويل کړي، ځکه د هغه په وينا، جګړه په تش لاس نه کېږي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو  د کړنو ستاينه وکړه او زياته يې کړه: "که پاکستان کوم تدبير ولري، بايد موږ هم چمتو و اوسو، د ظاهر شاه په وخت کې هم د ډيورنډ کرښې دې غاړې ولسواليو خلکو د امنيت تامين مسووليت پر غاړه درلود او اوس هم بايد دغه کار تطبيق شي."
هغه هم زياته کړه چې د دغو ولسواليو خلک بايد وسله وال او د سرحدي ځواکونو په چوکاټ کې له هېواده د دفاع لپاره چمتو شي.
د مشرانو جرکې مشر او ځينو غړو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان د تېري مخه ونيسي. هغوی دغه راز له امريکا وغوښتل چې د امنيتي تړون له مخې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغان امنيتي ځواکونه دې د اوسني وخت له اړتيا سره سم تجهيز او ملاتړ دې يې وکړي.
د افغانستان او امريکا تر منځ د همکارۍ د ستراتيژيک تړون په ځينو برخو کې راغلي چې امريکا د افغانستان د افغانستان پر حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا هر ډول بهرنی تېری او يا ګواښ خپله سخته اندېښنه ګڼي او باور لري چې دا ډول تېری د افغانستان د ټيکاو، سيمې او نړۍ د سولې او ټيکاو په اړه د دواړو لورو ګډې ګټې ګواښلای شي.
په ياد تړون کې دغه راز يادونه شوې چې پر افغانستان د دې ډول تېري يا بهرني تېري د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په توافق او سملاسي توګه د مناسب غبرګون په اړه پر سياسي اقداماتو سربېره، ددواړو هېوادونو له قوانينو سره سم ډيپلوماټيک، پوځي او اقتصادي اقداماتو په اړه سلا مشوره کوي.